دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۲
د مطلب کود : 161246
یو قوماندان او سیمه ایزپولیسو ۱۳ غړۍ د طالبانو سره یوځای شوي
سیمه ایز سرچینی د بادغیس په ولایت کې وایی چی سیمه ایز پولیسو یو قوماندان د خپلو ۱۳ تنو سره د طالبانو سره یوځای شوی دی.

 
 
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د بادغیس ولایتی شورا معاون وایی چی تیره ورځ(سه شنبه) سیمه ایزو پولیسو یو قوماندان د خپل سرتیرو سره د قادس ولسوالی په ګلچین سیمه کې طالبانو سره یوځای شوی دی.
عبدالله افضلی وویل چی ددی اقدام علت او انګیزه تر اوسه نه دی معلوم شوی.
هغه وویل چی امنیتی ځواکونه سیمې ته تللی او د موضوع د حل په لټه دی.
د قادس ولسوال هم ویلی چی عبدالقادر خان خپل ۱۳ تنو سرتیرو سره طالبان نفوذ لاندی سیمو ته تللی.
میرزاعلی بیدار زیاته کړه چی دا کسان د خپلو ټولو اسلحو سره طالبانو ته تللی.
هغه وویل چی هغه کس چی عبدالقادر خان دولت ته ضمانت کړی وو، تر فشار لاندی قرار نیولی دی او امکان لری ترڅو اسلحی دولت ته بیرته وګرځی.
د قادس ولسوالی ډیر سیمی امنیت د سیمه ایزو پولیسو له لوری تامینیږی.
 
https://avapress.com/vdcfjydyvw6dv0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته