کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کرنې او مالدارۍ وزارت به ۲۰ زره کورنۍ باغچې په ښځو ووېشي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 20 حمل 1397 ساعت 13:33

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت په پام کې لري چې په روان لمریز کال کې ۲۰ زره کورنۍ باغچې په ښځو ووېشي.



د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل چې دغه بهیر تېره ورځ له نیمروز ولایت نه ۵۰۰ ښځو ته د کورنیو باغچو په وېشلو سره پیل شو.
ښاغلی رستمي وايي، د دې باغچو په جوړولو سره به د کورنیو په ژوند او د خوړو په خوندیتوب کې ښه‌والی راشي.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت هر کال د بڼوالۍ د ملي پروژې له لارې د ښځو لپاره د چرګانو د ساتنې فارمونه او کورنۍ باغچې جوړوي.


د مطلب کود: 161493

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/161493/د-کرنې-او-مالدارۍ-وزارت-۲۰-زره-کورنۍ-باغچې-په-ښځو-ووېشي

آوا
  https://www.avapress.com