کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د زابل ولایت د شهر صفا ولسوالی امنیه قوماندان وژل شوي

26 حمل 1397 ساعت 8:22

پرون د کندهار ولایت په مرکز کندهار ښار کې د زابل ولایت امنیه قوماندان ګل احمد ګرانی وژل شوي.



په کندهار ولایت کې ځایي چارواکي په ادعا، ښاغلي ګرانی پرون د غرمې پر مهال د کندهار ښار د نهمې امنتي حوزې به مربوطاتو کې په ډزو وژل شوی.
سرچینې زیاتوي، چې ښاغلي ګرانی د ناملومو وسله والو له خوا په ډزو وژل شوی او د هغه یوه ساتونکی ټپي دی.
تر اوسه کوم چا یا ډله د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
کندهار د افغانستان په سویل کې په وروستیو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو له څو میاشتو راهیسې د کندهار امنیتي وضعیت خراب شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د دولت ضد وسله والې ډلې هڅې کوي تر څو د هېواد په مهمو ولایتونو او ښارونو کې خپل ترهګریز فعالیتونه ګړندي کړي.
 


د مطلب کود: 161828

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/161828/د-زابل-ولایت-شهر-صفا-ولسوالی-امنیه-قوماندان-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com