کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

عربستان؛ د ۳۵ کالو وروسته په سینما کې د لمړۍ فیلم خپریدنه

31 حمل 1397 ساعت 8:07

د هغه قرارداد په اساس چی د تیر میلادی کال دسامبر میاشت کې د عربستان او امریکا شرکت AMC ترمنځ امضا شو قرار دی ترڅو ۵ کالو پوری به ۴۰ سینما سالن په ۱۵ بیلابیلو ښارونو کې په عربستان کې رامنځته شی.



د آوا د خبرګزاری له مخې، د لمړۍ ځل لپاره د ۳۵ کاله وروسته، په عربستان کې د سینما پر پرده باندی یو فیلم خپره شوه. دا امریکایی فیلم د ( تور پلنګ ) په نامه د سینما خلګو ته خپاره شوه او یواځې هغه کسان وتوانیدل چی ګډون وکړی چی ورته دعوت نامه استول شوی وو.
سربیره پردی قرار دی دا فیلم ډیر ژیر د عمومو لپاره هم خپاره شی. د عربستان مقاماتو په ګزارش سره ددی فیلم خپریدنه به د جمعی په ورځ د ټولو لپاره شروع شی او ددی هیله شته ورڅخه ډیر ښه راغلاست وشی. ویل کیږی د فیلم عمومی نمایش یواځې د څو ورځې لپاره ادامه لری.
مخکې له دی اعلان شوی وو چی عمومی سینما ګانې به د ثور میاشتې په شروع کې، په کار شروع وکړی.
په عربستان کې د سینماګانو رامنځته کیدنه د سعودی ولی عهد محمد بن سلمان اصلاحاتو برنامو څخه دی.
 


د مطلب کود: 162156

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/162156/عربستان-د-۳۵-کالو-وروسته-په-سینما-کې-لمړۍ-فیلم-خپریدنه

آوا
  https://www.avapress.com