کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اکلیل حکیمي د پیسو نړیوال صندوق له اجرائیوي مرستیال سره وکتل

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 1 ثور 1397 ساعت 13:07

د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د پیسو نړیوال صندوق یا «IMF» له اجرائیوي مرستیال سره وکتل.



د دغه وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزي نن شنبه ازادي راډيو ته وویل، ښاغلي حیکمي د پیسو د نړیوال صندوق له اجرائیوي مرستیال میټسو هیروفروسوال سره د اقتصادي او د بانکدارۍ سکټور په مسایلو خبرې کړې دي.
نوموړي وویل، د پیسو نړیوال صندوق اجرائیوي مرستیال، د افغان حکومت له لورې د ملي عوایدو لوړېدو او د ۱۳۹۷ کال په ملي بودجه کې د اړینو او معیاري اصلاحاتو ستاینه کړې او یوځل بیا یې د حکومت له اصلاحاتي اجنډا خپل ملاتړ اعلان کړی دی.
د یادونې ده چې د مالیې وزیر اکلیل حکیمي په رسمي سفر د امریکا متحده ایالتونو واشنګټن ډي سي ته د پیسو نړیوال صندوق «IMF» او نړیوال بانک یا «WB» په پسرلنیو ناستو کې د ګډون په هدف تللی دی.


د مطلب کود: 162202

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/162202/اکلیل-حکیمي-د-پیسو-نړیوال-صندوق-له-اجرائیوي-مرستیال-سره-وکتل

آوا
  https://www.avapress.com