کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

لیزری بمونو څخه د افغان ځواکونو بیا ځلی ګټه اخیستنه

1 ثور 1397 ساعت 14:47

د ناتو ماموریت په افغانستان کې وایی چی افغان هوایی ځواکونه د مارچ میاشت راهیسی تر پنځه ځلې ډیر د لیزری بمونو څخه کار اخیستی دی.



 افغان هوایي ځواکونو تېره میاشت د A-29 ډوله الوتکو په وسیله GBU-58 لیزري بم د طالبانو پر یوه پټنځای وغورځولی.
د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت د راپور له مخې، چې په سیمه کې د ملکي وګړو تلفاتو او د هغوي ملکیتونو ته د زیان د مخنیوي په موخه افغان هوایي ځواکونه د طالبانو پر هدف دغه بم کارولی دی.
د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت په وینا، افغان هوايي ځواکونه او منسوبینو دغه ماموریت په خپلواکه توګه ترسره کړل په داسې حال کې چې دوی کابو درې میاشتې مخکې د لیزري بمونو د کارولو په اړه روزنې ترلاسه کړل.
په همدې حال کې په افغانستان کې میشت د امریکا متحده ایالتونو پوځ په خپل نوې راپور کې لیکلي، چې په مارچ میاشت کې د داعشیانو او طالبانو د ځپلو په موخه له ۳۳۹ رهبري شویو بمونو کار اخیستل شوې ده.
 


د مطلب کود: 162214

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/162214/لیزری-بمونو-څخه-د-افغان-ځواکونو-بیا-ځلی-ګټه-اخیستنه

آوا
  https://www.avapress.com