کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبان د ارزګان-کندهار لویه لاره کې پنځه تنه ملکیان وژلي

5 ثور 1397 ساعت 16:42

ارزګان ولایت سیمه ایز چارواکې وایی چی طالبانو نن سهار ارزګان استاد فشم ګل د لوړو زده کړو موسسی استاد او څلور تنه نور وژلي دی.



د والي ویاند دوست محمد نایاب په وینا دغه کسان وسله‌والو طالبانو هغه مهال وژلي کله چې یاد کسان له ترینکوټ نه کندهار ښار ته پر لارې و.
نوموړی وايي چې وسله‌والو طالبانو دغه کسان د نامعلومو دلایلو له مخې وژلي.
نایاب زیاتوي چې وژل شوي کسان ۲ تنه هټۍوال دي او یو استاد دی او پاتې دوه نور هم عام خلک وو.
وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.


د مطلب کود: 162517

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/162517/طالبان-د-ارزګان-کندهار-لویه-لاره-کې-پنځه-تنه-ملکیان-وژلي

آوا
  https://www.avapress.com