کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملي امنیت سلاکار له بلا روس سره د نظامي همکاریو پرپراختیا خبرې وکړي

6 ثور 1397 ساعت 11:39

د هندوستان په مالي همکارۍ د ځانګړي تړون له مخې افغان پوځ ته جنګي چورلکې چمتو کوي. ښاغلي اتمر زیاته کړه د ترهګریزو غلچکیو بریدونو او د ترهګریزو ګروپونو د محوه کولو په کار کې جنګي چورلکې د پام وړ اغیر لري. دواړو لورو د امنیتي او نظامی همکاریو پر پراختیا هوکړه وکړه.


د افغانستان اسلامي جمهوریت د ملي سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر د روسیې فدراتیف جمهوریت په سوچي ښار کې د نړۍ د لوړ پوړو امنیتي چارواکو په نهم امنیتي کنفرانس کې د ګډون پر مهال د بلاروس د ملي امنیت له سلاکار ښاغلي زاس ستانسیلوف سره د نظامي همکاریو د پراختیا په موخه ځانګړي ناسته وکړه.
ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر له بلاروس څخه مننه وکړه، چې د هندوستان په مالي همکارۍ د ځانګړي تړون له مخې افغان پوځ ته جنګي چورلکې چمتو کوي. ښاغلي اتمر زیاته کړه د ترهګریزو غلچکیو بریدونو او د ترهګریزو ګروپونو د محوه کولو په کار کې جنګي چورلکې د پام وړ اغیر لري. دواړو لورو د امنیتي او نظامی همکاریو پر پراختیا هوکړه وکړه.
په دې لیدنه کې داړو لورو په سیمه کې د تروریستي ګواښونو د مخنیوي او اقتصادي اړیکو د پراختیا پر بیلابیلو برخو بحثونه کړل.
 


د مطلب کود: 162563

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/162563/ملي-امنیت-سلاکار-له-بلا-روس-سره-د-نظامي-همکاریو-پرپراختیا-خبرې-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com