په پلازمېنه کابل کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو او ترهګرو ډلو اړوند د وسلو او مهماتو یوه لویه زیرمه کشف او ترلاسه شوی.
کابل کې د ترهګرو د وسلو او مهماتو یوه لویه زیرمه کشف او ترلاسه شوه
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 9 ثور 1397 ساعت 15:54
په پلازمېنه کابل کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو او ترهګرو ډلو اړوند د وسلو او مهماتو یوه لویه زیرمه کشف او ترلاسه شوی.
د کابل د امنیه قومانداني چارواکي وایي، د وسلو او مهماتو دغه د کابل ولایت د موسهی ولسوالی له مربوطاتو څخه کشف شوی دی.
چارواکي زیاتوي، چې له دغه زیرمتون څخه ګڼ شمېر درنه او سپکې وسلې کشف او ترلاشه شوې دي.
د چارواکو په وینا، د دولت ضد وسله والې ډلې غوښتل د دغو وسلو په وسیله په کابل ښار کې بریدونه ترسره کړي خو په اړه نور جزئیات نه ورکوي.
د دولت ضد وسله والې ډلې د وسله والو طالبانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د دولت ضد وسله والې ډلې د وسله والو طالبانو په ګډون هڅې کوي ترڅو د هېواد په یو شمېر مهمو ولایتونو او ښارونو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړي.
د مطلب کود: 162754