د کابل د امنیه قومانداني چارواکي وایي، د وسلو او مهماتو دغه د کابل ولایت د موسهی ولسوالی له مربوطاتو څخه کشف شوی دی.
چارواکي زیاتوي، چې له دغه زیرمتون څخه ګڼ شمېر درنه او سپکې وسلې کشف او ترلاشه شوې دي.
د چارواکو په وینا، د دولت ضد وسله والې ډلې غوښتل د دغو وسلو په وسیله په کابل ښار کې بریدونه ترسره کړي خو په اړه نور جزئیات نه ورکوي.
د دولت ضد وسله والې ډلې د وسله والو طالبانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د دولت ضد وسله والې ډلې د وسله والو طالبانو په ګډون هڅې کوي ترڅو د هېواد په یو شمېر مهمو ولایتونو او ښارونو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)