کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ملي امنیت ریاست: په کاپیسا کې د طالبانو ۵ کسیزه ډله نیول شوې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 24 ثور 1397 ساعت 13:52

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، په کاپیسا ولایت کې يې د وسله‌والو طالبانو یوه پنځه کسیزه ډله نیولې ده.



د ملي امنیت ریاست خبرپاڼه وايي، نیول شویو کسانو پلان درلود چې په کاپیسا کې د رأی ورکوونکو د نوم لیکنې پر مرکزونو بریدونه وکړي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې دې کسانو اعتراف کړی دی چې د کاپیسا د حصه دوهم کوهستان ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال اغا اخګر له‌خوا چې په ملا نصرت مشهور دی، د بریدونو لپاره استول شوی و.
وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.


د مطلب کود: 163616

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/163616/د-ملي-امنیت-ریاست-په-کاپیسا-کې-طالبانو-۵-کسیزه-ډله-نیول-شوې

آوا
  https://www.avapress.com