دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۴ ثور ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۵۲
د مطلب کود : 163616
د ملي امنیت ریاست: په کاپیسا کې د طالبانو ۵ کسیزه ډله نیول شوې
د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، په کاپیسا ولایت کې يې د وسله‌والو طالبانو یوه پنځه کسیزه ډله نیولې ده.

د ملي امنیت ریاست خبرپاڼه وايي، نیول شویو کسانو پلان درلود چې په کاپیسا کې د رأی ورکوونکو د نوم لیکنې پر مرکزونو بریدونه وکړي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې دې کسانو اعتراف کړی دی چې د کاپیسا د حصه دوهم کوهستان ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال اغا اخګر له‌خوا چې په ملا نصرت مشهور دی، د بریدونو لپاره استول شوی و.
وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcizpazqt1aqq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته