دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۶:۵۰
د مطلب کود : 155777
د ملي امنیت ریاست پر خلاف د عطا محمد نور نوی تورونه

د جمعیت اسلامي اجرائیه رئیس عطا محمد نور ادعا کوي چې د ملي یووالي حکومت په خاصه توګه د افغانستان د ملي امنیت ریاست په بلخ ولایت کې د نا امنيو د لمن وهلو په لټه کې دی.

نوموړی نن په بلخ ولایت کې په یوه غونډه کې د وینا پر مهال وویل چې د ملي امنیت ریاست اړوند ځینو کړیو په بلخ ولایت کې د خلکو ترمنځ وسلې ویشي ترڅو بلخ ولایت نه امنه کړي.

ښاغلي نور په دې اړه نور جزئیات ور نه کړل خو د خپل ویناوو په ترڅ کې یې ټینګار وکړ چې په بلخ ولایت کې د داعش د نفوذو مخه به ونیول شي.

د بلخ د پخواني والي په وینا، ټاکل شوې چې د جمعیت اسلامي او ملي یووالي حکومت ترمنځ یوه غونډه په نژدې ورځو کې جوړه شي.

نوموړی ظاهراً د بلخ ولایت او د دی استعفا په هکله د حکومت د وروستي پرېکړه په اړه اشاره کوله او وویل چې د جمعیت او حکومت د غونډې په پایله کې به خپل وروستي دریځ په ډاګه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې ارګ ماڼی کابو ددوه اونی مخکې اعلان وکړ چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د بلخ والي عطا محمد نور استعفا منظور کړی دی..

د جمعیت اسلامي ګوند اجرائیه رئیس له دې وړاندې ویلي وو چې د ملي یووالي حکومت مشران نه شي کولې دی له دندې ګوښه کړي او د بلخ د والي په توګه خپل کار ته به ترهغه دوام ورکړي چې د جمعیت اسلامي ګوند په دې اړه خپل دریځ روښانه کړي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchqmnzq23nmqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته