دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ حمل ۱۳۹۱ ساعت ۱۸:۴۶
د مطلب کود : 38259
د ملي امنیت ریاست په محبسونو کې د بندیانو د شکنجې په اړه د بشري حقونو د کمیسیون راپور رد کړ
هغه د دې لپاره خپور شوي چې د افغانستان حکومت د بګرام د محبس د کنټرول د ترلاسه کولو غوښتنه کړې ده.
په يوه تازه راپور کې ويل شوي، چې د افغانستان د ملي امنيت د رياست په محبسونو او د پوليسو په نظارتخانو کې بنديان شکنجه کېږي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسون په راپور کې ويل شوي، چې د ملي امنيت د رياست په توقبف کې له بنديانو څخه د اقرار اخيستلو لپاره د شکنجې له خورا بې رحمانو شيوو څخه کار اخيستل کېږي.

د افغانستان د ملي امنيت د رياست ويندوی دا راپور ردکړ، ويې ويل چې هغه د دې لپاره خپور شوي چې د افغانستان حکومت د بګرام د محبس د کنټرول د ترلاسه کولو غوښتنه کړې ده.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceow8x.jh8vni6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته