کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له طالبانو سره د سولې په تړاو د موضوعاتو په اړه د جنرال دوستم وړاندېزونه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 25 ثور 1397 ساعت 19:11

د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال او د جنبش ملي ګوند مشر جنرال عبدالرشید دوستم وایي له وسله والو طالبانو د سولې په تړاو خبرې اترې دې د ځواک له موقف څخه ترسره شي.


نوموړی په انقره کې له فاکس نیوز سره د مرکې پر مهال ویلي، چې له وسله والو طالبانو سره سوله ممکنه ده او ټینګار یې وکړ چې «موږ کولي شو له طالبانو سره سوله وکړو خو د جنګ په ډګر کې د بریا لپاره باید ژمنتیا ولرو.»
هغه خبرداری ورکړ، چې د ضعف له موقف څخه خبرې اترې   د سولې د بهیر د ناکامي لامل کېدای شي.
جنرال دوستم په همدې حال کې ادعا کوي، چې د ترهګرو ډلو د ځپلو لپاره یې شپږ میاشتني پلان په لاس کې لري خو هغه په دې اړه هیڅ جزئیات نه دي ورکړي.
د هېواد د ولسمشر لومړی مرستیال د جنوبي اسیا لپاره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سټراتیژي د اعلان هرکلی وکړ خو جنرال دوستم وایي د زیاتو امریکایي سرتېرو او هوایي بریدونو په مرسته به د جنګ په میدان کې بریاوې ترلاسه نه کړي.
هغه زیاته کړه، چې امریکا باید د ولسي وګړو په مرسته د ترهګرو پر ضد جګړه پیل کړي ځکه ولسونه د ترهګرو د لمنځه وړلو لپاره بشپړ هوډ او وړتیاوې لري.


د مطلب کود: 163718

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/163718/له-طالبانو-سره-د-سولې-په-تړاو-موضوعاتو-اړه-جنرال-دوستم-وړاندېزونه

آوا
  https://www.avapress.com