کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سیگار ته د افغان قواوو ناسمه شمیره ورکړل شوي وه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 26 ثور 1397 ساعت 8:58

امریکایي قواوو د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانگړي مفتیش دفتر سیگار ته د افغان ملي دفاع او د امنیتي قواو د شمیرې په اړه ناسم معلومات ورکړي و.



دغه شمیره د سیگار د ٢٠١٨ کال د ٣٠ اپریل په رپورټ کې خپره شوي وه.
دا وروستی رپورټ ښیي چې د امریکا د دفاع د وزرات له اړخه سیگار ته په سپارل شوي معلوماتو کې یو ځلې بیا سهوه شویده.
د افغان ملي دفاع او امنیتي قواو نوی شمیره ٣١٣،٧٢٨ ده لیکن په افغانستان کې امریکایي قواو سیگار ته د جنورۍ په ٣١ نیټه د ٢٩٦،۴٠٩ شمیره ورکړي وه.
دغه سمه شمیره څرگندوي چې د افغان ملي دفاع او امنیتي ځواکونو په شمیرې کې کموالې راغلی دی خو هغومره ندی چې د ناسمې شمیرې له کبله یې اندازه شوي وه.
سیگار د افغان عسکرو شمیره د امریکا د دفاع د وزارت نه معلوموي او هیڅ ډول بله منبع نلري چې دغه شمیره ترینه تائید کړي.
سیگار څو ورځې مخکې ویلي وو چې د تیر کال په پرتله سږکال د افغان ځواکونو شمیر ١٠٪ راټیټ شوی دی.


د مطلب کود: 163725

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/163725/سیگار-ته-د-افغان-قواوو-ناسمه-شمیره-ورکړل-شوي-وه

آوا
  https://www.avapress.com