دغه شمیره د سیگار د ٢٠١٨ کال د ٣٠ اپریل په رپورټ کې خپره شوي وه.
دا وروستی رپورټ ښیي چې د امریکا د دفاع د وزرات له اړخه سیگار ته په سپارل شوي معلوماتو کې یو ځلې بیا سهوه شویده.
د افغان ملي دفاع او امنیتي قواو نوی شمیره ٣١٣،٧٢٨ ده لیکن په افغانستان کې امریکایي قواو سیگار ته د جنورۍ په ٣١ نیټه د ٢٩٦،۴٠٩ شمیره ورکړي وه.
دغه سمه شمیره څرگندوي چې د افغان ملي دفاع او امنیتي ځواکونو په شمیرې کې کموالې راغلی دی خو هغومره ندی چې د ناسمې شمیرې له کبله یې اندازه شوي وه.
سیگار د افغان عسکرو شمیره د امریکا د دفاع د وزارت نه معلوموي او هیڅ ډول بله منبع نلري چې دغه شمیره ترینه تائید کړي.
سیگار څو ورځې مخکې ویلي وو چې د تیر کال په پرتله سږکال د افغان ځواکونو شمیر ١٠٪ راټیټ شوی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)