کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د جرمني لويدیځ کې ډزو دوه تنه وژلي، یوشمېر يې ټپیان کړي

30 ثور 1397 ساعت 8:47

د جرمني په لویديځ زارلاند ايالت کې دوه تنه په ډزو وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان شوي دي.




د جرمني بيلډ ورځپاڼې ویلي، ډزې د ساربرکن ښار وېچينګین سیمه کې شوي چې دوه تنه پکې وژل شوي دي.

پولیسو ویلي، بریدکونکي په خلکو ناتار ډزې وکړې چې وروسته د پولیسو له لورې ونيول شو.

لومړني معلومات ښيي، برید د کورنۍ ستونزې له امله ترسره شوی، ځکه بریدکونکی او قربانیان ټول د یوې کورنۍ غړي دي.

د پولیسو په خبره، د پيښي په اړه يې څېړنې پيل کړي دي.


د مطلب کود: 163926

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/163926/د-جرمني-لويدیځ-کې-ډزو-دوه-تنه-وژلي-یوشمېر-يې-ټپیان-کړي

آوا
  https://www.avapress.com