د جرمني بيلډ ورځپاڼې ویلي، ډزې د ساربرکن ښار وېچينګین سیمه کې شوي چې دوه تنه پکې وژل شوي دي.
پولیسو ویلي، بریدکونکي په خلکو ناتار ډزې وکړې چې وروسته د پولیسو له لورې ونيول شو.
لومړني معلومات ښيي، برید د کورنۍ ستونزې له امله ترسره شوی، ځکه بریدکونکی او قربانیان ټول د یوې کورنۍ غړي دي.
د پولیسو په خبره، د پيښي په اړه يې څېړنې پيل کړي دي.