کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندهار کې پنځه‎ ماین‎پاکان د وسله‎والو برید کې وژل شوي دي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 31 ثور 1397 ساعت 12:02

د کندهار د میوند ولسوالۍ په ملنګ کاریز سیمه کې نن سهار(دوشنبې غويي۳۱مه) وسله‎والو پنځه ماین پاکوونکي په ډزو وژلي دي.


د کندهار  امنیه قومندان، عبدالرازق وایي چې طالب وسله‎والو دا برید ترسره کړی او دا ماین‎پاکوونکي یې وژلي دي.
دی زیاتوي چې طالبانو یو ماین پاکوونکی ځان سره بیولی هم دی.
د کندهار د امنیې قومندان په خبره دغو ماین پاکوونکو په کندهار کې د ټاپي پروژې د عملي کېدو په پار سیمه له ماینونو پاکوله.
راپورنه وایي، دغه ماین پاکوونکي د «اِی‌ام ډي‌سي» موسسې کارکوونکي وو.
د دې برید مسوولیت تراوسه چا نه دی منلی او طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 163992

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/163992/کندهار-کې-پنځه-ماین-پاکان-د-وسله-والو-برید-وژل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com