کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاکستان په کراچۍ ښار کې سختې ګرمۍ ۶۰ تنه وژلي

2 جوزا 1397 ساعت 17:19

د پاکستان رسنۍ وايي، چې په کراچۍ ښار کې يې د تودوخې يا ګرمۍ له امله شپېته تنه وژل شوي دي.



د ايدهي بنسټ مشر فېصل ايدهي رسنيو ته ويلي دي، چې په کراچۍ کې په څو ورځو کې د ګرمۍ يا تودوخې له امله ٦٠ تنه مړه شوي دي. هغه وايي چې په دې کې زيات شمېر يې د هغه خلکو دى، چې روژې يې نيولې وې.
هغه زياته کړې ده، په مړه شوو کې د ١٦ کلونو څخه بيا تر ٧٨ کلونو پورې کسان ول، چې ښځې او نارينه دواړه دي.
هغه د کراچۍ خلکو ته ويلي دي، چې غرمه دې له کورونو بهر نه راوځي.
 


د مطلب کود: 164143

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/164143/د-پاکستان-په-کراچۍ-ښار-کې-سختې-ګرمۍ-۶۰-تنه-وژلي

آوا
  https://www.avapress.com