د ايدهي بنسټ مشر فېصل ايدهي رسنيو ته ويلي دي، چې په کراچۍ کې په څو ورځو کې د ګرمۍ يا تودوخې له امله ٦٠ تنه مړه شوي دي. هغه وايي چې په دې کې زيات شمېر يې د هغه خلکو دى، چې روژې يې نيولې وې.
هغه زياته کړې ده، په مړه شوو کې د ١٦ کلونو څخه بيا تر ٧٨ کلونو پورې کسان ول، چې ښځې او نارينه دواړه دي.
هغه د کراچۍ خلکو ته ويلي دي، چې غرمه دې له کورونو بهر نه راوځي.