دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۰۷
د مطلب کود : 137775
کراچي کې د یوه افغان ډېپلوماټ وژل کېدل
د کراچۍ ښار امنیتي چارواکي وايي چې دا پېښه نن(دوشنبې د سلواغې۱۸مه) په کنسلګرۍ کې د ننه ترسره شوې ده.
د افغان غږ خبری آژانس غږ ( افغان غږ خبری آژانس ) آژانس د خبر له مخې : د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان کنسلګرۍ ساتونکو ترمنځ ترلفظي شخړې وروسته یو افغان ډېپلوماټ وژل شوی دی. په دې پېشه کې دوه تنه نور ټپیان دي.
د کراچۍ ښار امنیتي چارواکي وايي چې دا پېښه نن(دوشنبې د سلواغې۱۸مه) په کنسلګرۍ کې د ننه ترسره شوې ده.
وژی شوی ډېپلوماټ په ولسي جرګه کې د بلخ ولایت استازي محمد عبده ورور، محمد ذکي عبده دی.
په همدې پاکستان کې د افغانستان سفیر، محمد عمر زاخېلوال وايي چې برید کوونکی نیول شوی دی‎، خو نور جزئیات یې نه دي ورکړي.
ده زیاته کړې ده چې د پېښې په تړاو څېړنې روانې دي.
https://avapress.com/vdcfeedytw6dmea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته