دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ حمل ۱۳۹۱ ساعت ۱۵:۲۹
د مطلب کود : 39200
کراچی کې د پولیسو د یوه چارواکي له موټر سره ځان وژونکی برید شوی
پولیس داسې ګومان کوي، چې یو وژل شوی به برید کوونکی وي، دې چاودنې چې د ملیر په سیمه کې شوې لږ ترلږه پنځه تنه نور ټپیان کړې دي.
له پاکستانه را رسیدلي رپوټونه وایي، چې د کراچۍ په ښار کې د پولیسو د یوه چارواکي له موټر سره ځان وژونکی برید شوی او لږ تر لږه دوه نارینه وژل شوې دي.

پولیس داسې ګومان کوي، چې یو وژل شوی به برید کوونکی وي، دې چاودنې چې د ملیر په سیمه کې شوې لږ ترلږه پنځه تنه نور ټپیان کړې دي.

د ملیر د پولیسو مشر راو انوار په دې چاودنه کې نه دی ژوبل شوی، انوار وویل، چې له یوې میاشتې راهیسې یوې نامعلومې ترورستي ډلې ده ته ګواښ کاوه.

تر اوسه چا د دې چاودنې مسوولیت نه دی منلی.

روانه اونۍ د پاکستان د بشري حقونو کمسیون وویل، چې په کراچۍ کې روان میلادي کال تر اوسه په قومي، فرقه اي او سیاسي شخړو کې لږ تر لږه درې سوه کسان وژل شوې دي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbg5bf.rhb9gp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته