کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل ښار کې د یو ماشوم د قتل په تړاو دوه کسان ونیول شول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 جوزا 1397 ساعت 9:55

په پلازمېنه کابل ښار کې د یو ماشوم د قتل په تړاو دوه کسان د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.


د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست وایي، نیول شوي کسان د کابل ښار د شپاړسمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې یو ماشوم د بیل په وسیله وژلی و.
سرچینه زیاتوي، چې د دغو کسانو په برید کې یې یو بل ماشوم ټپي هم شوی و چې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د پيښې عاملین ونیول شول.
بلخوا د جنایي جرمونو په وړاندې د مبارزې ریاست وایي، د دوو کسانو د قتل په تړاو دوه نور کسان هم د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.
د سرچینې په وینا، دغه کسان د ثور میاشتې په ۱۹ مه نیټه د کابل ښار شپاړسمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې یې دوه کسان په ډزو وژلی و.
د جنایي جرمونو په وړاندې د مبارزې ریاست د دوو پیښو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د کابل ښار په ګډون د هېواد په یو شمېر مهمو ښارونو کې په جنایي پیښو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.


د مطلب کود: 164155

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/164155/کابل-ښار-کې-د-یو-ماشوم-قتل-په-تړاو-دوه-کسان-ونیول-شول

آوا
  https://www.avapress.com