د اسلامي همکاریو د سازمان رئیس یوسف العثیمین په کندهار کې د سې شنبې د ورځې «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۱» خونړۍ چاودنه په کلکو ټکو وغندله.
د اسلامي همکاریو سازمان په کندهار کې خونړۍ چاودنه غندلې
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 جوزا 1397 ساعت 10:01
د اسلامي همکاریو د سازمان رئیس یوسف العثیمین په کندهار کې د سې شنبې د ورځې «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۱» خونړۍ چاودنه په کلکو ټکو وغندله.
د کندهار ښار په ۱۴مه امنیتي حوزه کې د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۱» هغه وخت په یوه سرای کې چاودنه وشوه چې د ملي امنیت ځواکونو له بمونو ډک یو موتر نیولی و. پهدې چاودنه کې ۲۱ کسان ووژل شول او ۴۰ تنه ټپیان شول.
په هغه بیان کې چې د اسلامي همکاریو سازمان پرون چهارشنبه خپور کړ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۲» له لویه سره پهکې په افغانستان کې وروستي خونړي او ځانمرګي بریدونه چې ملکیان او حکومتي کسان پهکې په نښه شوي دي، غندل شوي دي.
دغه سازمان چې مرکز یې د سعودي عربستان په جده ښار کې دی، وایي چې د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو ملاتړ کوي او د افغانستان ثبات او پرمختګ ته ژمن دی.
د مطلب کود: 164157