دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۱
د مطلب کود : 164157
د اسلامي همکاریو سازمان په کندهار کې خونړۍ چاودنه غندلې
د اسلامي همکاریو د سازمان رئیس یوسف العثیمین په کندهار کې د سې شنبې د ورځې «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۱» خونړۍ چاودنه په کلکو ټکو وغندله.
د کندهار ښار په ۱۴مه امنیتي حوزه کې د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۱» هغه وخت په یوه سرای کې چاودنه وشوه چې د ملي امنیت ځواکونو له بمونو ډک یو موتر نیولی و. په‎دې چاودنه کې ۲۱ کسان ووژل شول او ۴۰ تنه ټپیان شول.
په هغه بیان کې چې د اسلامي همکاریو سازمان پرون چهارشنبه خپور کړ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۲» له لویه سره په‎کې په افغانستان کې وروستي خونړي او ځان‎مرګي بریدونه چې ملکیان او حکومتي کسان په‎کې په نښه شوي دي، غندل شوي دي.
دغه سازمان چې مرکز یې د سعودي عربستان په جده ښار کې دی، وایي چې د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو ملاتړ کوي او د افغانستان ثبات او پرمختګ ته ژمن دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjixevauqemvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته