کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د غزني په ده یک کې توپچي بریدونه وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 جوزا 1397 ساعت 11:06

د غزني ولایت په ده یک ولسوالی کې د عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۵ تنه وسله وال وژل شوي.


په سوېل ختېځ کې د ۲۰۳ تندر قول اردو وایي، د ۲۰۳ تندرقول اردوت وپچی ځواکونو دغزنی ولایت د ده یک ولسوالۍ په اړونده سیموکې د (شاهین یو) په نوم د ګډو چاڼیزوعملیاتو په ترڅ کې ترهګر په نښه کړي چې په ترڅ کې یې ۱۵ تنه وسله وال ترهګروژل شوي.
سرچینه زیاتوي، چې د عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه څلور تنه وسله وال ټپیان هم شوي او یو قبضه راکټ انداز، ۷ کړۍ لاسي بمونه او۶ کړۍ بوشکئ بمونه دامنیتی ځواکونولاسته ورغلی دي.
د سرچینې په وینا، د تندرقول اردو ماین پاکوونکی ټیم د غزني ولایت د خواجه عمري ولسوالۍ د لویې لارې په اوږدو کې یوه کړۍ د وسایطو ضد ماین کشف اوشنډ کړی دی.
د دولت ضد وسله والې ډلې د وسله والو طالبانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې له څو ورځو راهیسې د غزني په ده یک او نورو ولسوالیو کې د وسله والو او امنیتي ځواکونو ترمنځ سخت نښتې روانې دي.


د مطلب کود: 164169

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/164169/د-غزني-په-ده-یک-کې-توپچي-بریدونه-وسله-والو-ته-مرګ-ژوبله-اړولې

آوا
  https://www.avapress.com