دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۶
د مطلب کود : 164169
د غزني په ده یک کې توپچي بریدونه وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې
د غزني ولایت په ده یک ولسوالی کې د عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۵ تنه وسله وال وژل شوي.
په سوېل ختېځ کې د ۲۰۳ تندر قول اردو وایي، د ۲۰۳ تندرقول اردوت وپچی ځواکونو دغزنی ولایت د ده یک ولسوالۍ په اړونده سیموکې د (شاهین یو) په نوم د ګډو چاڼیزوعملیاتو په ترڅ کې ترهګر په نښه کړي چې په ترڅ کې یې ۱۵ تنه وسله وال ترهګروژل شوي.
سرچینه زیاتوي، چې د عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه څلور تنه وسله وال ټپیان هم شوي او یو قبضه راکټ انداز، ۷ کړۍ لاسي بمونه او۶ کړۍ بوشکئ بمونه دامنیتی ځواکونولاسته ورغلی دي.
د سرچینې په وینا، د تندرقول اردو ماین پاکوونکی ټیم د غزني ولایت د خواجه عمري ولسوالۍ د لویې لارې په اوږدو کې یوه کړۍ د وسایطو ضد ماین کشف اوشنډ کړی دی.
د دولت ضد وسله والې ډلې د وسله والو طالبانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې له څو ورځو راهیسې د غزني په ده یک او نورو ولسوالیو کې د وسله والو او امنیتي ځواکونو ترمنځ سخت نښتې روانې دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcce0qso2bqes8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته