کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ارزګان کې امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

3 جوزا 1397 ساعت 11:29

په ارزګان ولایت کې ځایي چارواکي وایي، د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې دواړو غاړو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.


چارواکي زیاتوي، چې د ارزګان ولایت د چورې ولسوالی په مربوطاتو کې یې د تیرې شپې د نښتې په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۶ تنه وسله وال وژل شوي.
د چارواکو په وینا، په نښتو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو ۸ سرتیېري هم شهیدان شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
د چورېولسوال امین خالقي د نشتې په ترڅ کې دواړو غاړو ته د اوښتې تلفاتو په اړه راپورونه تائید کړه.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو ښاغلي خالقي وایي ګڼ شمېر وسله والو پرون شپه د چورې ولسوالی د نیولو په موخه بریدونه پیل کړل چې د امنیتي ځواکونو له مقاومت سره مخ شول.
ارزګان د افغانستان په سوېل کې د هېواد له نا امنو ولایتونو څخه شمېر کېږي.
د ارزګان په یو شمېر ولسوالیو کې وسله وال طالبان فعالیت لري او کله نا کله د امنیتي ځواکونو او دولتي بنسټونو په وړاندې بریدونه ترسره کوي.


د مطلب کود: 164171

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/164171/په-ارزګان-کې-امنیتي-ځواکونو-او-وسله-والو-طالبانو-ته-درنه-مرګ-ژوبله-اوښتې

آوا
  https://www.avapress.com