کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په لغمان ولایت کې یو ځانمرګي برید شنډ شوی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 جوزا 1397 ساعت 13:51

د ملي امنیت ریاست په ډاګه کړې، چې د دغه ریاست ځانګړیو ځواکونو په لغمان کې د یوه ځانمرګي برید مخه نیولې ده.


د ملي امنیت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ د ملي امنیت ځواکونو په لغمان ولایت کې هارون نومی د محمد حبیب زوی؛ د قومندان منصور مشهور پر قاري انور د ډلی غړی، چې د سیمې خلکو جانباز نومولی و. اوس په داسې حال کې نیول شوی، چې په مهترلام ښار کې یې ځانمرګي برید ته چمتووالی نیولی و.
د خبرپاڼې له مخې؛ نیول شوی جانباز پخپل جرم اعتراف کړی او له دې مخکې یې د دې ولایت علیشنګ ولسوالۍ ته د امنیتي ځواکونو د تګ راتګ راپور قاري انور ته ورکاوه.


د مطلب کود: 164186

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/164186/په-لغمان-ولایت-کې-یو-ځانمرګي-برید-شنډ-شوی

آوا
  https://www.avapress.com