د ملي امنیت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ د ملي امنیت ځواکونو په لغمان ولایت کې هارون نومی د محمد حبیب زوی؛ د قومندان منصور مشهور پر قاري انور د ډلی غړی، چې د سیمې خلکو جانباز نومولی و. اوس په داسې حال کې نیول شوی، چې په مهترلام ښار کې یې ځانمرګي برید ته چمتووالی نیولی و.
د خبرپاڼې له مخې؛ نیول شوی جانباز پخپل جرم اعتراف کړی او له دې مخکې یې د دې ولایت علیشنګ ولسوالۍ ته د امنیتي ځواکونو د تګ راتګ راپور قاري انور ته ورکاوه.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)