کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ارزگان ولایت کي نوي کابل بانک یوه ساتونکي شپږ کسانو ته مرګژوبله اړولي

6 جوزا 1397 ساعت 17:38

په سوېل ارزګان ولایت کې د نوې کابل بانک یوه ساتونکی شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.



د ارزګان والي ویاند دوست محمد نایاب وایي، پیښه نن غرمې پر مهال د ارزګان ولایت مرکز په ټرینکوټ ښار کې رامنځته شوې ده.
نوموړی زیاته کړه، چې د نوې کابل بانک یوه ساتونکی د بانک څلور کارکوونکي په ډزو وژلي او دوه نو ټپیان کړي دي.
په همدې حال کې یو بل امنیتي سرچینه وایي، د برید په ترڅ کې د کابل بانک څلور کارکوونکي وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
ارزګان د افغانستان په سوېل کې د هېواد له نسبتاً ناامنو ولایتونو شمېرل کېږي. د یاد ولایت په یو شمېر لرو پرتو ولسوالیو کې د دولت ضد وسله وال په پراخه کچه شتون لري او کله نا کله د امنیتي ځواکونو او دولت په وړاندې بریدونه ترسره کوي.
خو د ارزګان والي ویاند دوست محمد نایاب وایي، د نننی پیښې اصلی علت تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.
بلخوا د ارزګان ولایت د ملي امنیت ریاست رئیس عبدالصمد شمس وایي، پیښه لفظي شخړې له امله رامنځته شوې ده او په ترڅ کې د بانک د رئیس په ګدون څلور کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.


د مطلب کود: 164342

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/164342/ارزگان-ولایت-کي-نوي-کابل-بانک-یوه-ساتونکي-شپږ-کسانو-ته-مرګژوبله-اړولي

آوا
  https://www.avapress.com