دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۳۸
د مطلب کود : 164342
ارزگان ولایت کي نوي کابل بانک یوه ساتونکي شپږ کسانو ته مرګژوبله اړولي
په سوېل ارزګان ولایت کې د نوې کابل بانک یوه ساتونکی شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د ارزګان والي ویاند دوست محمد نایاب وایي، پیښه نن غرمې پر مهال د ارزګان ولایت مرکز په ټرینکوټ ښار کې رامنځته شوې ده.
نوموړی زیاته کړه، چې د نوې کابل بانک یوه ساتونکی د بانک څلور کارکوونکي په ډزو وژلي او دوه نو ټپیان کړي دي.
په همدې حال کې یو بل امنیتي سرچینه وایي، د برید په ترڅ کې د کابل بانک څلور کارکوونکي وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
ارزګان د افغانستان په سوېل کې د هېواد له نسبتاً ناامنو ولایتونو شمېرل کېږي. د یاد ولایت په یو شمېر لرو پرتو ولسوالیو کې د دولت ضد وسله وال په پراخه کچه شتون لري او کله نا کله د امنیتي ځواکونو او دولت په وړاندې بریدونه ترسره کوي.
خو د ارزګان والي ویاند دوست محمد نایاب وایي، د نننی پیښې اصلی علت تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.
بلخوا د ارزګان ولایت د ملي امنیت ریاست رئیس عبدالصمد شمس وایي، پیښه لفظي شخړې له امله رامنځته شوې ده او په ترڅ کې د بانک د رئیس په ګدون څلور کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
https://avapress.com/vdcfjjdy0w6dvma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته