کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هیورینو پر فابریکې د هوایي بریدونو د زیاتوالی په غبرګون کې د طالبانو پرېکړه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 7 جوزا 1397 ساعت 16:04

په داسې حال کې چې د مخدره موادو او هیروینو پر فابریکې هوایي بریدونه دوام لري، په سوېل هلمند ولایت کې د طالبانو نومول شوی والي له ښارونو او له استوګنیزو ځایونو څخه د دغو فابریکو د انتقال امر کړی دی.



د تش په نامه د طالبانو والي ملا منان خپل منشي ته ویلي، چې په ښارونو او استوګنیزو ځایونو کې د مخدراه موادو فابریکې د خلکو ژوند له خطر سره مخ کړی دی.
د ګارډین ورځپاڼې له مخې، وسله والو طالبانو په دې اړه د ملا منان او د هغه منشي ثبت شوې مکالمه په وټس اپ شبکه کې خپره کړې ده.
د سرچینې د راپور له مخې، ملا منان خپل منشي امر کوي چې د مخدره موادو فابریکې له ښارونو څخه غرونو او درو ته انتقال کړي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی خو یاد ډله له دې وړاندې د مخدره موادو په کاروبار کې د وسله والو ښکېلتیا رد کړی و.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکولسن له دې وړاندې ویلي وو چې د وسله والو د مالي سرچینو په وړاندې هوایي بریدونه به دوام ومومي.


د مطلب کود: 164394

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/164394/د-هیورینو-پر-فابریکې-هوایي-بریدونو-زیاتوالی-په-غبرګون-کې-طالبانو-پرېکړه

آوا
  https://www.avapress.com