کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان او هند د ګډ امنیتي کمېسیون دوهمه غونډه هم ترسره شوه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 10 جوزا 1397 ساعت 12:36

د افغانستان او هند د ګډ امنیتي کمېسیون په غونډه کې پر سیمه‌ییزو امنیتي ګواښونو خبرې وشوې.



په دې غونډه کې چې پرون چهارشنبه په کابل کې ترسره شوه د افغانستان د کمېسیون مشري د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر کوله او د هندي پلاوي مشر د هند د ملي امنیت مرستیال سلاکار راجندر کنها و.
د خبرو پر مهال دواړو لورو ژمنه وکړه چې کابل او نوې ډېلي به له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې خپلې همکارۍ پياوړې کوي او د سیمې په کچه به هم د زیاتو همکاریو د جلب لپاره هلې ځلې کوي.
د هند د ملي امنیت مرستیال سلاکار وویل چې هېواد به‌یې د افغانستان د هوایي ځواکونو د تجهیز او پیاوړتیا په برخه کې همکاري زیاته کړي.
همداراز هندي لوري ژمنه وکړه چې د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو د ټپیانو د درملنې او د پوځي روغتونونو د تجهیز په برخه کې به له افغانستان سره مرسته وکړي.
د دواړو هېوادونو د ګډ امنیتي کمېسیون دا دوهمه غونډه ده، تېره یوه‌یې تېر کال په هند کې ترسره شوې وه.


د مطلب کود: 164590

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/164590/د-افغانستان-او-هند-ګډ-امنیتي-کمېسیون-دوهمه-غونډه-هم-ترسره-شوه

آوا
  https://www.avapress.com