دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۰ جوزا ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۳۶
د مطلب کود : 164590
د افغانستان او هند د ګډ امنیتي کمېسیون دوهمه غونډه هم ترسره شوه
د افغانستان او هند د ګډ امنیتي کمېسیون په غونډه کې پر سیمه‌ییزو امنیتي ګواښونو خبرې وشوې.

په دې غونډه کې چې پرون چهارشنبه په کابل کې ترسره شوه د افغانستان د کمېسیون مشري د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر کوله او د هندي پلاوي مشر د هند د ملي امنیت مرستیال سلاکار راجندر کنها و.
د خبرو پر مهال دواړو لورو ژمنه وکړه چې کابل او نوې ډېلي به له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې خپلې همکارۍ پياوړې کوي او د سیمې په کچه به هم د زیاتو همکاریو د جلب لپاره هلې ځلې کوي.
د هند د ملي امنیت مرستیال سلاکار وویل چې هېواد به‌یې د افغانستان د هوایي ځواکونو د تجهیز او پیاوړتیا په برخه کې همکاري زیاته کړي.
همداراز هندي لوري ژمنه وکړه چې د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو د ټپیانو د درملنې او د پوځي روغتونونو د تجهیز په برخه کې به له افغانستان سره مرسته وکړي.
د دواړو هېوادونو د ګډ امنیتي کمېسیون دا دوهمه غونډه ده، تېره یوه‌یې تېر کال په هند کې ترسره شوې وه.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaoyn6w49nim1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته