کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ولسي جرګه کې د جوزجان استازې فهیمه سادات د زړه د سکتې له امله ومړه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 12 جوزا 1397 ساعت 10:22

د راپورونو له مخې، په ولسي جرګه کې د خلکو استازې فهیمه سادات د زړه د سکتې له امله مړه شوې ده.


ه بلخ ولایت کې ځایي چارواکي وایي، اغلي سادات وړمه شپه په مزار شریف ښار کې مړه شوې ده.
د بلخ ولایت چارواکي او د اغلي سادات کورني ته نژدې سرچینې تائیدوي، چې نوموړې د زړه د سکتې له امله مړه شوې ده.
اغلي سادات په د ولسي جرګې د دیني، فرهنګې او پوهنې کمېسیون غړیتوب هم لرله.
د اغلي سادات د مړینې په اړه راپورونه په داسې حال کې ورکول کېږي چې د راتلونکو پارلماني او ولسوالیو شوراګانو لپاره چمتووالی دوام لري.
ټاکل شوې چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د روان زږدیر کال د اکټوبر په ۲۰مه نیټه ترسره شي.


د مطلب کود: 164652

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/164652/په-ولسي-جرګه-کې-د-جوزجان-استازې-فهیمه-سادات-زړه-سکتې-له-امله-ومړه

آوا
  https://www.avapress.com