کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له ۳۰ کلونو وروسته په افغانستان کې ورک روسي پیلوټ ژوند وموندل شو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 12 جوزا 1397 ساعت 11:59

د راپورونو له مخې، د افغانستان په جګړه کې ورک روسي پیلوټ له کابو ۳۰ کلونو وروسته ژوندی موندل شوی.



د روسیې حکومت چارواکو رسنیو ته ویلي، چې دغه پیلوټ ژوندی دی او مرستې ته اړتیا لري.
روسي چارواکو د پیلوټ د هویت په اړه څه نه دي ویلي خو راپورونه ښیي چې دغه سرتېری الکسنډر میرنوف نومیږی.
بلخوا د «جګړې ورورولي» تر نوم لاندې یوه غیر دولتي موسسه تاس ورځپاڼې ته ویلي، چې د پخواني شوروي دغه پیلوټ په ۱۹۸۷ میلادي کال کې لادرکه شوې و او ټاکل شوې په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې بېرته خپل هېواد ته ستون شي.
د موسسې په وینا، د موندل شوی پيلوټ د بېرته راتګ زمینه برابرولو لپاره ۱۲ میاشتو وخت اړتیا شته ځکه په عامه او ډيپلوماټیکه کچه ډیر کارونه دي چې باید ترسره شي.
د روسيې دفاع وزارت یوه چارواکی ويلري ووستروتين چې د جنگي بنديانو د راکړې ورکړې لپاره د روسيې او امريکا د گډې جرګه ګی د روسي اړخ مشري کوي، د پنجشنبې په ورځ د لادرکه شوې پیلوټ د موندلو په اړه خبر ورکړ.


د مطلب کود: 164658

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/164658/له-۳۰-کلونو-وروسته-په-افغانستان-کې-ورک-روسي-پیلوټ-ژوند-وموندل-شو

آوا
  https://www.avapress.com