کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل کې پر دیني عالمانو د ځانمرګي برید په اړه د داعش ډلې ادعاوې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 15 جوزا 1397 ساعت 13:19

داعش ډلې پلویانو په پلازمېنه کابل کې د تیرې ورځې ځانمرګي برید پړه ومنله.


د داعش خراسان تر نوم لاندې د اسلامي دولت ډلې پلویانو د یو بیان په نشرولو سره ویلي چې یاد ډله پر «ظالمو علماو» برید کړی.
دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو پرون د یو بیان په نشرولو سره وویل چې دغه برید د طالبانو ډلې پورې اړه نه لري.
د کابل امنیه قومانداني چارواکي وایي پیښه د غرمې مخکې ۱۱:۳۰ د لویې جرګې خیمې ته څېرمه رامنځته شوې ده.
د امنیې قومانداني ویاند حشمت ستانکزي وویل چې د برید په ترڅ کې ۷ کسان وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.
خو امنیتي سرچیني وایي د برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي دي او کابو ۲۰ نور ټپیان دي.
د تیرې ورځې غونډې په ترڅ کې افغان دیني عالمانو د یو ګډ فتوا په صادرولو سره په افغانستان کې روانه جګړه حرام وبلله.
دیني عالمانو همداشان پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې د سولې په تړاو د افغان حکومت وړاندېزونو ته مثبت ځواب ووایي.


د مطلب کود: 164840

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/164840/کابل-کې-پر-دیني-عالمانو-د-ځانمرګي-برید-په-اړه-داعش-ډلې-ادعاوې

آوا
  https://www.avapress.com