کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکایی قواوو هوایی بریدونو په ترڅ کې هاموی ټانکونه ویجاړ کړي چی طالبانو لاس ته لویدلی وو

18 جوزا 1397 ساعت 11:24

په افغانستان کې د امریکا په مشری ائتلافي ځواکونه وایي د امریکا هوایي قواوو د هوایي بریدونو په ترڅ کې هغه هاموي ټانکونه ویجاړ کړي چې د نښتې په ترڅ کې د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلي وو.



د ائتلافي ځواکونو ویاند مارټین اودونیل (یو-اس-اي ټودي) ورځپاڼې ته ویلي، چې د ۲۰۱۵ زږدیز کال له پیل څخه تر اوسه امریکایي هوایي ځواکونو ۴۰ هاموي ټانکونه ویجاړ کړي دي.
هغه زیاته کړه، کله چې پوځي وسایل د وسله والو لاس ته لوېږي نو افغان او امریکایي پوځیان د دغو وسایلو د بېرته نیولو او یا هم د ویجاړولو هڅې کوي ترڅو یاد ډله ونه شي کولای د له دغو وسایلو نه د امنیتي ځواکونو په وړاندې کار واخلي.
د ائتلافي ځواکونو په وینا، هاموي ټانکونه او زغروال ګاډي نه یواځي د وسله والو طالبانو جنګي وړتیاوې لوړوي بلکې وسله وال د دغو وسایلو په وسیله او د امریکایي او افغان پوځیانو په جامو کې له مهمو امنیتي پوستو او چک پاینټونو تېرېدای شي.
دا په داسې حال کې ده چې کابو لس ورځې مخکې یو شمېر وسله والو د زرغوالو ګاډو او امریکایي پوځیانو کالیو په وسیله د کورني چارو وزارت ته څېرمه بریدونه پیل کړل چې په ترڅ کې د ملي پولیسو سرتېري خپل ژوند له لاسه ورکړ او یو شمېر نور ټپيان شول.
 


د مطلب کود: 164991

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/164991/امریکایی-قواوو-هوایی-بریدونو-په-ترڅ-کې-هاموی-ټانکونه-ویجاړ-کړي-چی-طالبانو-لاس-ته-لویدلی-وو

آوا
  https://www.avapress.com