د ائتلافي ځواکونو ویاند مارټین اودونیل (یو-اس-اي ټودي) ورځپاڼې ته ویلي، چې د ۲۰۱۵ زږدیز کال له پیل څخه تر اوسه امریکایي هوایي ځواکونو ۴۰ هاموي ټانکونه ویجاړ کړي دي.
هغه زیاته کړه، کله چې پوځي وسایل د وسله والو لاس ته لوېږي نو افغان او امریکایي پوځیان د دغو وسایلو د بېرته نیولو او یا هم د ویجاړولو هڅې کوي ترڅو یاد ډله ونه شي کولای د له دغو وسایلو نه د امنیتي ځواکونو په وړاندې کار واخلي.
د ائتلافي ځواکونو په وینا، هاموي ټانکونه او زغروال ګاډي نه یواځي د وسله والو طالبانو جنګي وړتیاوې لوړوي بلکې وسله وال د دغو وسایلو په وسیله او د امریکایي او افغان پوځیانو په جامو کې له مهمو امنیتي پوستو او چک پاینټونو تېرېدای شي.
دا په داسې حال کې ده چې کابو لس ورځې مخکې یو شمېر وسله والو د زرغوالو ګاډو او امریکایي پوځیانو کالیو په وسیله د کورني چارو وزارت ته څېرمه بریدونه پیل کړل چې په ترڅ کې د ملي پولیسو سرتېري خپل ژوند له لاسه ورکړ او یو شمېر نور ټپيان شول.