دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۴۱
د مطلب کود : 290020
د هېواد په درېيو ولايتونو کې د ترافيکي پېښو له امله ٢٦ تنه مړه او ټپيان شول
ځايي چارواکي وايي، په بدخشان، بغلان او فارياب ولايتونو کې په درېيو ترافيکي پېښو کې اووه تنه مړه او ١٩ نور ټپيان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: دغه پېښه پرون سهار (د ثور ۱۸مه) او پرون ماښام رامنځته شوې دي.

نن له غرمې مخکې په بدخشان کې د "سراچه" ډوله موټر د چپه کېدو له امله د درېيو نارينه، يوې ښځې او يوه ماشوم په ګډون پنځه تنه مړه او درې نور ټپيان شول.

د بدخشان د امنيې قوماندانۍ وياند احسان الله کامګار وايي، دغه موټر د شهربزرګ ولسوالۍ په "برلاس" سيمه کې له سړکه وتلی او سيند ته لوېدلی دی.

په بغلان ولايت کې په يوه بله پيښه کې يو ماشوم مړ او درې تنه نور ټپيان شول.

د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند شېراحمد برهاني وايي، دا پېښه تېره ورځ ماسپښين شاوخوا درې بجې د مرکزي بغلان ولسوالۍ د بورې په سيمه کې رامنځته شوې ده.

د برهاني په وينا، په دې پېښه کې يو پاسو موټر له يوه موټرسايکل سره ټکر شوى دى.

تيره ورځ د ميمنې – هرات پر لويه لاره يوه بله ترافيکي پيښه رامنځته شوه، چې له امله يې يو تن مړ او ١٣ نور ټپيان شول.

د فارياب ولايت د ترافيکو مديريت وايي، چې يو فلانکوچ ډوله موټر د المار ولسوالۍ په مالک کوتل کې چپه شوى دى. د دغې پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي بلل شوې ده.

له ترهګریزو پېښو وروسته ترافیکي پېښې د هېوادوالو د مرګ ژوبلې یو لامل بلل کېږي.

د دغو پېښو په پایله کې هر کال سلګونه کسان مړه او سلګونه نور ټپیان او معیوبېږي.

د ډېرو ترافيکي پېښو لامل د موټر چلوونکو بې احتياطي، د سړکونو خرابوالى او د ترافيکي نښو نشتوالى بلل کېږي.
https://avapress.com/vdciruarut1a3u2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته