کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار کې د طالبانو چاودیدونکو توکو ۸ زره کیلویی محموله کشف

21 جوزا 1397 ساعت 11:30

امنیتی مامورین د یو عملیات په لړ کې په ننګرهار کې د طالبانو ۸ زره کیلویی چاودیدونکې توکې کشف کړی دی.



د آوا په ګزارش سره، د طالبانو د چاودیدونکو توکو یو لوی محموله چی د پاکستان څخه بار شوی او هغه وخت چی تورخم څخه ننګرهار ولایت ه وارد شوی وو، د ملی امنیت مامورینو له لوری کشف شو.
عطاالله خوګیانی د ننګرهار والی ویاند وویل: ددی کشف شوی محموله څخه نږدی ۸ زره کیلو ګرام چاودیدونکې توکې د پاکستان ساخت نیول شوی دی.
هغه زیاته کړه: قرار وو چی دا لویه محموله په افغانستان کې تروریستی ډلې لاسرسی ته قرار ونیسی.
د ریپورتونو په اساس، چاودیدونکې توکو بسته په ماهرانه توګه په یو باربری موټر کې د سبزی لاندی ځای پرځای شوی وو.
د ننګرهار والی ادامه ورکړه: چاودیدونکې توکې چی کشف شوی ډیر تخریبوونکې دی.
ویلو وړ دی چی طالبان چاودیدونکې توکې پاکستان څخه واردوی او د هغه څخه بوم، ماین او انتحاری واسکتونه جوړوی او په افغانستان کې په بریدونو کې کاروی.
 


د مطلب کود: 165184

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/165184/په-ننګرهار-کې-د-طالبانو-چاودیدونکو-توکو-۸-زره-کیلویی-محموله-کشف

آوا
  https://www.avapress.com