ولسمشر محمد اشرف غني وایي ناټو به په نږدې راتلونکي کې افغان هوایي ځواکونو تهت ۵۰ هلیکوپټرې ورکړي.
ناټو په نږدې راتلونکي کې به افغان هوایي ځواکونو ته ۵۰ هلیکوپټرې ورکړي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 22 جوزا 1397 ساعت 14:01
ولسمشر محمد اشرف غني وایي ناټو به په نږدې راتلونکي کې افغان هوایي ځواکونو تهت ۵۰ هلیکوپټرې ورکړي.
نوموړی په کندهار کې د ملي پوځ د ۲۰۵ قول اردو له منسوبینو سره د کتنې پر مهال وویل، چې په نږدې راتلونکي کې به د غوڅ ملاتړ ماموریت پنځوس هلیکوپترې د افغانستان هوایي ځواکونو ته ورکړي او نورې ستونزې به موهم په اساسي توګه حل شي.
ولسمشر غني همداشان د ۲۰۵ اتل قول اردو د سرتېرو، بریدملانو او افسرانو د معلوماتو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته د دوی د قربانیو او هلو ځلو له امله له یادو منسوبینو څخه له دې امله مننه وکړه چې په ټول صداقت او جرئت د هېواد د دفاع برحقه مبارزه کوي.
هغه د هېواد د هوایي ځواک د مسوولینو او پیلوټانو خدمت او هلې ځلې وستایلې او دا یې له هېواد سره د دوی اخلاقي تعهد وباله. جمهور رئیس د امنیتي او دفاعي ځواکونومسوولینو ته د سرتېرو، بریدملانو او افسرانو د ترفیع، امتیازاتو او نورو اړوندو ستونزو د حل لارښوونه وکړه
د مطلب کود: 165275