نوموړی په کندهار کې د ملي پوځ د ۲۰۵ قول اردو له منسوبینو سره د کتنې پر مهال وویل، چې په نږدې راتلونکي کې به د غوڅ ملاتړ ماموریت پنځوس هلیکوپترې د افغانستان هوایي ځواکونو ته ورکړي او نورې ستونزې به موهم په اساسي توګه حل شي.
ولسمشر غني همداشان د ۲۰۵ اتل قول اردو د سرتېرو، بریدملانو او افسرانو د معلوماتو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته د دوی د قربانیو او هلو ځلو له امله له یادو منسوبینو څخه له دې امله مننه وکړه چې په ټول صداقت او جرئت د هېواد د دفاع برحقه مبارزه کوي.
هغه د هېواد د هوایي ځواک د مسوولینو او پیلوټانو خدمت او هلې ځلې وستایلې او دا یې له هېواد سره د دوی اخلاقي تعهد وباله. جمهور رئیس د امنیتي او دفاعي ځواکونومسوولینو ته د سرتېرو، بریدملانو او افسرانو د ترفیع، امتیازاتو او نورو اړوندو ستونزو د حل لارښوونه وکړه
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)