کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار کې د خپلمنځیو اختلافاتو له امله ۵ کسان وژل شوي، ۳ نور ټپیان دي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 24 جوزا 1397 ساعت 11:07

د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالی په مربوطاتو کې د خپلمنځیو اختلافاتو له امله لږ تر لږه ۵ کسان خپل ژون له لاسه ورکړی او درې نور ټپينا دي.


د ننګرهار ولایت مقام د یو بیان په نشرولو سره ویلي، چې د خپل منځي اختلافاتو له امله د یوې میرمنې په ګډون ۴ تنه ووژل شول او درې نور ټپیان شول .
خبرپاڼه زیاتوي، چې د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ د وزیرو په عزیز خیلو سیمه کې نن ماښام له روژه ماتې وروسته یو تن د خپل تره زامنو د کورنۍ د یوې میرنې په ګډون درې غړي په ډزو سره شهیدان او د یوې نجلۍ په ګډون یې درې نور ټپیان کړي دي .
د ولایت مقام په وینا، یاد کس چې د خپل تره زامنو د کورنۍ یادو غړو ته یې د خپل منځي اختلافاتو له امله مرګ ژوبله اړولې وه،هم د یادې کورنۍ د یو تن بل غړي له لورې په ډزو سره وژل شوی دی .
په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د یادې پېښې درې تنه ټپیان چې یوه په کې ماشومه نجلۍ هم ده،د سختو ټپونو له امله د جلال اباد حوزوي روغتون ته را لیږدول شوي دي .


د مطلب کود: 165388

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/165388/ننګرهار-کې-د-خپلمنځیو-اختلافاتو-له-امله-۵-کسان-وژل-شوي-۳-نور-ټپیان-دي

آوا
  https://www.avapress.com