د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو لپاره د نوماندانو د نوملیکنې پروسه د روانې جوزا میاشتې له پنځمې تر دوه ویشتمې نیټې پورې دوام وکړ.
د احتمالي نوماندانو لومړی لست به په راتلونکو لسو ورځو کې اعلان شي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 28 جوزا 1397 ساعت 18:27
د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو لپاره د نوماندانو د نوملیکنې پروسه د روانې جوزا میاشتې له پنځمې تر دوه ویشتمې نیټې پورې دوام وکړ.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي دوې د نوماندانو د نوملیکنې لپاره ۹۹۶۵ فورمې ویشلې وې چې له دې شمیر څخه ۶۴۷۸ کسانو د نوماندۍ لپاره نوملیکنه کړې ده.
د یاد کمیسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي امریکا غږ ته وویل د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو لپاره به د نوماندانو لومړنی یا ابتدایي لست د سرطان میاشتې په ۷ نیټه خپور شي.
ښاغلي ابراهیمي وویل کمیسیون وروسته له هغې چې د مرکز او ولایتونو د احتمالي نوماندانو اسناد ارزیابي کړي د دوې لومړنی لست به خپور کړي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي چې دا مهال په ټول افغانستان کې ۲۴۸۴ کسانو د ولسي جرګې او نیږدې څلور زره کسانو د ولسوالیو شوراګانو لپاره نوملیکنه کړې ده.
د مطلب کود: 165568