په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر جیمز کننګهم وایي هغه وسله وال مخالفین چې په خوندي ځایونو کې اوسیږي او وسله والې جګړې کوي، باید د یوې نظامي لارې یوې روغې ته مجبور کړل شي.
طالبان باید د افغانستان د حکومت سره خبرې وکړي - کننګهم
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 29 جوزا 1397 ساعت 8:33
په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر جیمز کننګهم وایي هغه وسله وال مخالفین چې په خوندي ځایونو کې اوسیږي او وسله والې جګړې کوي، باید د یوې نظامي لارې یوې روغې ته مجبور کړل شي.
سفیر کننګهم د اشناتلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې د طالبانو سره د أفغانستان د حکومت د سولې په پروسې او وروستیو نا امنیو خبرې کړي.
کننګهم وایي دا تجربه په سوریه کې وکارول شوه چې امریکا وویل په سوریه کې به داعش ته ماتې ورکړي او یا به يي له هغو سیمو وشړي چې کنترول پری لري. خو ښاغلي کننګهم وویل ایډیالوژي په زور نه ماتیږي او ددی کار دپاره په إسلامي نړۍ کې سیاسي، مذهبي او فرهنګي همکاري په کار ده چې إسلامي نړۍ دا ثابته کړي چې افراطیت د اسلام اصلي مقصد او مرام ندی، برعکس اسلام داسی پاک دین دی چې تر یومیلیارد زیات مسلمانان په ټوله نړۍ کې پدې عقیده سوله ایز ژوند کوي. د کننګهم په باور دا ډول همکاري به زیات وخت ونیسي.
د مطلب کود: 165579