په غزنی کې امنیتی چارواکې خبر ورکوی چی په دی ولایت کې د طالبانو دوه مهم قوماندانان وژل شوی دی.
په غزنی کې طالبانو دوه مهم قوماندانان وژل شوي
3 سرطان 1397 ساعت 9:33
په غزنی کې امنیتی چارواکې خبر ورکوی چی په دی ولایت کې د طالبانو دوه مهم قوماندانان وژل شوی دی.
د آوا په ګزارش سره، فرید مشعل؛ غزنی پولیسو قوماندان تیره ورځ رسنیو سره په خبرو کې وویل: د طالبانو دوه مهم قوماندانان د باسط او سعادت په نامه د مقر په ولسوالی کې د امنیتی ځواکونو په کمین کې ووژل شو.
مشعل زیاته کړه چی سعادت د طالبانو قوماندی داروخان معاون د قره باغ په ولسوالی کې وو او باسط هم په مقر کې د طالبانو ارشد قوماندانانو څخه وو.
طالبان تراوسه ددی دوو مهمو قوماندانانو وژل کیدو په اړه کوم څه نه دی ویلی.
د یادولو وړ دی چی مقر ولسوالی د غزنی ناامنو ولسوالیو څخه دی چی تیرو څو ورځو کې طالبان د امنیتی ځواکونو په وړاندی سخت بریدونو ته پکې مخه کړي او څوتنه سرتیری هم شهید او ټپیان کړي دی.
د مطلب کود: 165817